د جاپان صدراعظم له یوه بمي برید روغ وتلی

جاپاني پولیسو د پېښې په ځای کې یو مشکوک تن نیولی دی.

د جاپان پر صدراعظم فومیو کیشیدا نن د داسې بمي برید وشو چې لوګی جوړوي.

جاپاني رسنۍ خبر ورکوي چې یوه مشکوک کس د جاپان په لوېدیځ کې هغه مهال د لوګي بم دا برید وکړ چې کیشیدا په ازاده فضا کې وینا کوله.

له دې حملې سره په لوړ غږ چاودنه وشوه او صدراعظم روغ رمټ له صحنې وایستل شو.

د راپورونو له مخې دې برید چاته زیان نه دی اړولی او پولیسو د پېښې په ځای کې یو مشکوک تن نیولی دی.