د فرانسې ولسمشر د تقاعد لانجمن قانون لاسلیک کړ

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون نن د تقاعد لانجمن قانون لاسلیک کړ.

د بېلابېلو ټولنو له لوري له درېیو میاشتو راهیسې په فرانسه کې اعتراضونه روان دي چې ولسمشر دا قانون توشېح نه کړي.

د دې قانون له مخې په فرانسه کې د تقاعد عمر له دوه شپېته کلونو څلور شپېته کلونو ته لوړ شو.