د بدخشان په کوکچې سیند کې دوه کسان غرق شوي

د بدخشان د کوکچې سیند

په بدخشان کې یوه مېرمن او یو ماشوم د کوکچې په سیند کې غرق شوي دي.

د بدخشان د حوادثو د ریاست مسوول محمد کامګار پرون وویل چې تر غرمې وروسته درې ماشومان او یوه مېرمن سیند ته وغورځېدل چې دوه ماشومان خلکو راوایستل او دا مېرمن له یوه ماشوم سره اوبو یووړه.

تر اوسه د دې دوو تنو مړي نه دی موندل شوي.