انالېنابایربوک: چين دې له روسيې وغواړي چې د اوکراين جګړه پای ته ورسوي

د جرمني او د چين د بهرنيو چارو وزيران

د جرمني د بهرنیوچارو وزیرې د چین پر حکومت غږ کړی چې، له روسیې څخه وغواړي چې د اوکراین جګړه پای ته ورسوي.

انالېنابایربوک نن په پېکېنګ کې له خپل چینايي سیال چِن ګَنګ سره تر کتنې وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل، پر دې سربېره یې په چین کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنه وښوده او همدا راز له تایوان سره د کړکېچ د خطرونو په اړه یې خبرداری ورکړ.

مېرمن بایربوک چین ته د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون او اروپايي کمېسیون د مشرې اورزولا فان دیرلین تر سفر یوه اوونۍ وروسته دې هېواد ته ولاړه.

دوی هم د اوکراین د جګړې په پای ته رسولو کې د چین د پراخې ونډې غوښتنه وکړه.