د سمرقند په غونډه کې د افغانستان امنيتي وضعيت په اړه اندېښنه ښودل شوې

د ازبکستان په غونډه کې د ايران د بهرنيو چارو وزير امير عبداللهيان د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو له سرپرست وزير اميرخان متقي سره

د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په سمرقند کې په خپله غونډه کې د تروریستي ډلو فعالیتونو ته په کتو د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

دوی د غونډې په ګډه اعلامیه کې ټینګار کړی چې، په افغانستان کې دېره د اسلامي دولت ډلې، داعش خراسان څانګې، القاعده، د ختیځ ترکستان اسلامي نهضت او د تحریک طالبان پاکستان په ګډون تروریستي ډلې، د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره لوی ګواښ دی.

پرون د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو، چین، پاکستان، ایران، ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان او روسیې د بهرنیوچارو وزیرانو د ازبکستان په سمرقند ښار کې په یوه غونډه کې د افغانستان د مسایلو په اړه خبرې وکړې.

په دې غونډه کې د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزیر امیرخان متقي هم حاضر و.