شمالي کوریا د بالستیک توغندیو یو نوی ډول ازمویلی

ارشيف

شمالي کوریا د بالستیک توغندیو یو نوی ډول ازمویلی.

د شمالي کوریا دولتي رسنیو نن خبر ورکړی چې، پرون یې د جامدو سونګ کاروونکي بین القاره يي بالیسټیک توغندي (ICBM) ازموینه وکړه.

جنوبي کوریا هم دا خبر تایید کړی او ویلي یې دي، د دغه توغندي توغول د جاپان په شمالي سیمو کې وېره خپره کړې او د سیمې اوسېدونکو ته ویل شوي وو چې خوندي سیمو کې پټ شي، خو وروسته څرګنده شوه چې هېڅ خطر نه‌شته.