د سربيا ولسمشر: اوکراين ته د وسلو صادرول په پام کې نه‌لرو

د سربیا ولسمشر الکساندر وچیچ

د سربیا ولسمشر الکساندر وچیچ وايي، هېواد یې نه په پام کې لري او نه به په راتلونکي کې اوکراین ته وسلې صادرې کړي.

وچیچ پرون د کاسوو له سربانو سره د سربیا په جنوب کې د خبرو پر مهال وویل، موږ به د شخړې یوه لوري ته هم مهمات ونه لېږو.

دغه شخړه د ۲۰۲۲م کال د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پر اوکراین د روسیې له یرغل سره پیل شوه، چې لا هم دوام لري.

د سربیا ولسمشر زیاته کړې، د سربیا هغه مهمات چې ښايي د یوه یا بل لوري د جګړې په میدان راڅرګند شي، احتمالا ترکیې، هسپانیا یا هم چک جمهوریت ته صادر شوي او وروسته د جګړې ساحې ته لېږدول شوي دي.