اوکراين ته د جنګي جټ الوتکو په اړه جرمني د پولنډ غوښتنه تصويب کړه

میګ-۲۹ (MiG-29) ډوله جنګي جټ الوتکې

جرمني د پولنډ هغه غوښتنه تصویب کړه، چې وکړای شي په جرمني کې جوړ شوي پنځه عرادې میګ-۲۹ (MiG-29) ډوله جنګي جټ الوتکې اوکراین ته ولېږي.

د جرمني دفاع وزارت پرون ویلي، د دې کار هدف د روسیې د یرغل په وړاندې د اوکراین د هوايي ځواک پیاوړي کول دي.

د پولنډ دفاع وزارت سم د لاسه د دې موضوع په باب تبصره نه‌ده کړې.

د جرمني دفاع وزیر بوریس پیتوریوس (Boris Pistorius) ویلي، پولنډ دغه غوښتنه پرون پنجشنبه وړاندې کړې وه او په هغه ورځ د برلین تصویبولو ثابته کړه چې پر جرمني اعتماد کېدای شي.

جرمني یا المان ته ۲۴ عرادې میګ-۲۹ ډوله جټ الوتکې له ختیځ المان د بیا متحدو کېدو پر مهال په ۱۹۹۰م کال کې په میراث پاتې شوې وې.

هغه وخت دغه الوتکې په نړۍ کې له پرمختللو جنګي جټ الوتکو شمېرل کېدې.

د بحث وړ الوتکې په ۲۰۰۳م کال کې د جرمني له‌خوا پولنډ ته ورکړل شوې وې.