د اسلامي همکاريو سازمان افغانستان کې بې‌وزله کورنيو ته د مرستو وېش پيل کړی

د مرستو يو انځور - ارشيف

د اسلامي همکاریو سازمان وايي، په افغانستان کې یې اړو کورنیو ته د خوړو د بستو د وېش دویم پړاو پرون پنجشنبه پیل کړ.

دغه سازمان پرون په خپل ټویټر کې لیکلي، په دې پړاو کې به د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د خوراکي توکو ۱۱زره بستې ووېشل شي.

په دوام راغلي، چې دغه پروژه د ملک سلمان د بشري مرستو د مرکز په ملاتړ اجرا کېږي.

په داسې حال کې چې د روژې مبارکه میاشت ده، د افغانستان په بېلابېلو برخو کې خلک د بې‌وزلۍ له زیاتېدو شکایت لري.