د روغتيا سازمان: د ناروغيو پر وړاندې بايد ماشومان په منظم ډول واکسين شي

يو ناروغ ماشوم، انځور - ارشيف

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، اړتیا ده په روان ۲۰۲۳م کال کې یونیم ملیون ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي، د ناروغیو پر وړاندې د خوندیتوب لپاره په منظم ډول واکسین شي.

د دې سازمان د افغانستان څانګې پرون په خپل ټویټر کې لیکلي، دوی له ګېټس بنسټ، د ګاوي (Gavi) په نوم د واکسین له نړیوال بنسټ او نورو تمویلوونکو سره کار کوي، چې افغان ماشومانو ته اساسي واکسینونه برابر کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان لیکلي، راځئ ډاډ ترلاسه کړو، چې هر ماشومان له هغو ناروغیو خوندي شي، چې د واکسین په مرسته وقایه کېږي.