د جرمني سفارت: د ملګروملتونو په ادارو کې د ښځينه کارکوونکو کار حياتي ارزښت لري

انځور - ارشيف

په افغانستان کې د جرمني سفارت وايي، د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځینه کارکوونکو کار حیاتي اهمیت لري.

دغه سفارت په یوه لنډ بیان کې ویلي، په دغو ادارو کې د ښځینه کارکوونکو پر کار، لګول شوی بندیز له بشري حقونو او د ملګرو ملتونو له منشور سرغړونه ده، چې په افغانستان کې د ژوند ژغورونکو مرستو رسولو هڅې اغېزمنوي.

د جرمني سفارت وايي، د یوې پایداره راتلونکې لپاره د ښځو بشپړ شراکت او پیاوړتیا حیاتي اهمیت لري.

وروسته له هغې چې طالبانو د وري پر ۱۵مه، په ننګرهار کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما ښځینه کارکوونکې له کاره منع کړې، دغې ادارې له خپلو کارکوونکو وغوښتل چې د مې میاشتې تر پنځمې نېټې دې کار ته نه‌ځي.

یوناما ویلي، د مې تر پنځمې نېټې خپل ماموریت ارزوي او وروسته ممکن یو ډارونکی انتخاب وکړي چې د عواقبو پړه به یې د اوسنیو حاکمانو پر غاړه وي.