د بشري حقونو د څار سازمان: روسي ځواکونو خيرسون کې ملکيان شکنجه کړي

انځور - ارشيف

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، چې روسي ځواکونو په خیرسون ښار کې د اوکراین عام خلک په غیر قانوني توګه نیولي او شکنجه کړي دي.

د دغه سازمان په راپور کې چې نن (د اپرېل ۱۳مه) خپور شو، ټینګار شوی روسي ځواکونو چې د ۲۰۲۲ کال له مارچ څخه تر نومبر میاشتې پورې د اوکراین په سوېل کې د خرسون ښار نیولی و، هلته یې د «شکنجې مرکز» جوړ او ځینې نور ورته تاسیسات یې هم درلودل.

د قربانیانو په وینا چې د بشري حقونو د څار سازمان سره یې خبرې کړي، د روسیې اشغالګرو بندیان وهل ټکول، دردناک برقي شاکونه یې ورکول او په مرګ یې ګواښل.

د بشري حقونو د څار په راپور کې ویل شوي چې: "په اوکراین کې د وسله‌والې جګړې ټولې خواوې مکلفې دي چې د نړیوالو بشردوستانه قوانینو سره سم عمل وکړي."

مسکو تر اوسه د دغه راپور په اړه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو په تېر کې یې ویلي چې په اوکراین کې روسي ځواکونو جنګي جنایتونه نه‌دي کړي او نه یې ملکي وګړي په نښه کړي دي.