د ازبکستان د غونډې په درشل کې د افغانستان د ستونزو پر حل‌لارو بحث شوی

ازبکستان کې د افغانستان په اړه د سيمې د هېوادونو غونډه، انځور - ارشيف

د روسیې، چین، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان د ستونزو په اړه د سیمه‌ییزو حل لارو په موندلو ټينګار کړی.

دا ناسته د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د څلورمې غونډې په درشل کې نن سهار ترسره شوې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداالهیان تر ناستې وروسته په یوه پیغام کې چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت په ټلېګرام خپور شوی ویلي: "د افغانستان د وضعیت په اړه په شته اندېښنو مو بحث وکړ. دا اندېښنې په افغانستان کې د ترهګرۍ پراخېدل، د افغانستان په اړه د امریکا او لوېدیځ د بندیزونو د تدوام له امله رامنځته شوي ناورینونه، د افغانستان د خلکو سخت ژوند او نامطلوبه نتیجې یې چې د کډوالو او پناه غوښتونکو څپې ګاونډيو هېوادونو په تېره ایران ته ورماتې دي."

عبدالهیان زیاته کړه چې په دې ناسته کې ګډونوالو همدارنګه له زده‌کړو د افغان نجونو د محرومولو په اړه هم اندېښنه وښوده.

د کوربه ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، چین، پاکستان او روسیې د بهرنیو چارو وزیران نن په سمرقند کې د افغانستان په تړاو غونډه لري.

دې غونډه ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي هم ورغلی دی.