د پاکستان پوليس: کراچۍ ښار کې د اورلګېدنې له امله د اور وژنې څلور کارکوونکي مړه شوي

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اور لګېدنې يو انځور، ارشيف

د پاکستان د پولیسو چارواکو نن اعلان وکړ چې، په بندري ښار کراچۍ کې د جامو د یوې کارخونې دننه اورلګېدنه کې د اطفایې څلور کارکوونکي مړه شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د پولیسو په وینا، دغه اور چې د چهارشنبې په ورځ لګېدلی، تر اوسه يې لامل نه‌دی معلوم.

د لګېدلي اور له کبله د دغې کارخونې ودانۍ هم ورانه شوې ده.

پولیسو ویلي، د اطفایې کارکوونکي هغه مهال مړه شول چې د فابریکې د ودانۍ تر خښتو، خاورو لاندې شول.

ویل کېږي، اور داسې سیمه کې بل شوی چې شاوخوا یې نورې ډېرې کارخونې هم شته.