د امريکا دفاع وزير له اوکراين د امريکا د ملاتړ پر دوام ټينګار کړی

د امریکا دفاع وزیر لویډ اوسټین

د امریکا دفاع وزیر لویډ اوسټین د اوکراین له صدراعظم دنیز شمیهال سره په کتنه کې د روسیې د یرغل پر وړاندې له اوکراین څخه د متحدوایالتونو پر ملاتړ ټینګار کړی.

دې چارواکو پرون په پنټاګون کې سره وکتل.

د پنټاګون ویاند پټ رایډر په یوه بیان کې ویلي، اوسټین او شمیهال د امنیتي لومړیتوبونو، له هغې ډلې د اوکراین د هوایي مدافعې او توپچي او د اوکرایني ځواکونو د روزنې په اړه بحث وکړ.

دا کتنه داسې مهال کېږي چې اوکرایني ځواکونه د ختیځ بخموت ښار دفاع ته دوام ورکوي او د له لاسه تللو سیمو د بېرته نیولو عملیاتو ته تیاري نیسي.