د پيسو نړيوال صندوق: د پاکستان اقتصاد به سږ کال يوازې نيم سلنه وده وکړي

د پيسو نړيوال صندوق ودانۍ

د پیسو نړیوال صندوق اټکل کړی چې، د پاکستان کمزوری اقتصاد به سږکال یوازې نیم سلنه وده وکړي.

په ۲۰۲۲ کې د پاکستان اقتصادي وده ۶ سلنه وه.

اسوشیتید پریس خبري اژانس د پیسو د نړیوال صندوق د نوي راپور له مخې چې پرون خپور شو خبر ورکوي چې، په ۲۰۲۳ کال کې به د پاکستان تورم ۲۷ سلنه وي او اټکل کوي چې د بې‌کارۍ کچه به هم لوړه شي.

پاکستان ته تېرکال د درنو سېلابونو په نتیجه کې شاوخوا دېرش میلیارد ډالره زیان واوښت او په عین حال کې د خپلو پورونو د نه پرې کولو له کبله له ستونزو سره مخامخ دی.

پروسږنیو سېلابونو له ۱۷ سوو زیات کسان هم مړه کړل.