کاناډا د بېلاروس پر یو شمېر لویو بانکونو بندیزونه ولګول

په مینسک کې د یوه بانک ودانۍ

کاناډا د بېلاروس پر ملي بانک او د دغه هېواد پر اتو نورو لویو بانکونو بندیزونه ولګول.

دوی د دغو بندیزونو لامل د اوکراین په جګړه کې د بېلاروس له خوا د روسیې ملاتړ ښودلی دی.

که څه هم خپله بېلاروس اوکراین ته پوځیان نه دي لېږلي، خو د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي چې د بېلاروس ځواکمن مشر الکساندر لوکاشینکا روسي پوځیانو ته دا زمینه برابره کړې چې د دې هېواد له خاورې پر اوکراین بریدونه وکړي.

تېره میاشت مسکو وویل، له مینسک سره یې هوکړه کړې چې په بېلاروس کې به تخنیکي اټومي وسلې ځای پر ځای کړي.