د امريکا ملي امنيت سلاکار د عربستان له وليعهد سره د يمن جګړې پر ختمېدو خبرې کړي

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جاک سلیوان

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جاک سلیوان پرون د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره په ټليفون خبرې وکړې.

سپينه ماڼۍ وایي، د یمن د جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې وشوې.

دا ټليفوني مکالمه وروسته تر دې ترسره شوه چې په وروستیو کې د پېکېنګ په منځ‌ګړیتوب د ریاض او تهران ترمنځ روغه جوړه وشوه.

واشنګټن له دې بهیره لرې ساتل شوی و.

د ایران او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو تېره اوونۍ په پېکېنګ کې سره ولیدل او موافقه یې وکړه چې وروسته له کلونو دښمنۍ يې اړیکې بېرته عادي کړي او دښمنیو ته شا کړي.