د افغانستان بانک نن ۱۵ ميليون ډالره ليلاموي

د افغانستان بانک دننه يو انځور - ارشيف

د افغانستان بانک چې د طالبانو په کنټرول کې دی، وايي په پام کې لري نن چهارشنبه ۱۵ ملیون امریکايي ډالره لیلام کړي.

دغه بانک پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ یا هم پولي خدماتو له شرکتونو غواړي په داوطلبۍ کې برخه واخلي.

د افغانستان بانک وخت ناوخت د افغانیو د ثبات لپاره په بازار کې ډالر لیلاموي، خو خلک شکایت لري چې د خوراکي او نورو توکو بیې لوړې شوې دي.