سميرا حميدي د مطيع‌الله ويسا د خوشې کېدو غوښتنه کړې

د ماشومانو د زده‌کړو فعال مطيع‌الله ويسا چې اوس‌مهال د طالبانو په بند کې دی.

د بښنې نړیوال سازمان یوې کمپاینرې د ماشومانو د تعلیم د فعال، مطیع‌الله ویسا د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

په دغه سازمان کې د افغانستان د برخې کمپاینرې سمیرا حمیدي، پرون لیکلي، چې د ویسا د خپل‌سري نیول کېدو ۱۶ ورځې پوره شوې.

هغې یو وار بیا د مطیع‌الله ویسا د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

د مطیع‌الله ویسا د کورنۍ غړي وايي، طالبانو دی د مارچ میاشتې پر ۲۷مه ونیوه، چې تر اوسه دوی ورسره خبرې نه‌دي کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي، ویسا ځینې مشکوکې جلسې کولې ځکه نیول شوی دی.