د روغتیا نړیوال سازمان وايي، اټکل کېږي چې روان ۲۰۲۳م کال کې به ۱۷ ميلیونه او شپږسوه زره کسان ژوند-ژغورونکو-روغتیايي مرستو ته اړتیا ولري.
د دې سازمان د افغانستان څانګې پرون په خپل رسمي ټویټر کې لیکلي، دوی د خپلو شریکانو منندوی دي، چې په افغانستان کې خلکو ته د روغتیايي مرستو په برابرولو کې خپله بېدرېغه همکاري کوي.
پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته بېلابېلو نړیوالو سازمانونو د افغانستان د روغتیايي سیسټم د زوال په اړه خبرداری ورکړی دی.