طالبانو د خپل مخالف وسله‌وال قوماندان اکمل امير او د هغه د ۷ ملګرو د وژلو ادعا کړې

د ازادۍ جبهې يو قوماندان اکمل امير

د طالبانو د حکومت دفاع وزارت ادعا کړې چې د خپلو وسله‌والو مخالفانو یو قومندان اکمل امیر یې وژلی دی.

د دغه وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، د پروان په سالنګ ولسوالۍ کې شویو دغو عملیاتو کې د ښاغلي امیر ۷ ملګري هم وژل شوي دي.

اکمل امیر چې د دفاع وزارت د ځانګړو ځواکونو پخوانی افسر هم پاتې شوی، اوس‌مهال د افغانستان د ازادۍ جبهې یو مشهور قومندان و.

تر اوسه د ازادۍ جبهې چې د طالبانو وسله‌وال مخالفت کوي، په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د مقاومت جبهې بیا پر خپله ټویټرپاڼه د خپل مشر احمد مسعود په حواله لیکلي، د افغانستان د ازادۍ جبهې دوه قومندانان اکمل امیر او بصیر احمد اندرابي له طالبانو سره په څو ساعته جګړه کې وژل شوي دي.