يوناما د هغو مدني فعالانو په اړه اندېښنه ښودلې چې د طالبانو په بند کې دي

مطيع‌الله ويسا هغه مدني فعال چې د طالبانو په بند کې دی.

په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما پر دې اندېښنه ښودلې چې، د بشري حقونو یو شمېر مدافعان او مدني فعالان لاهم د طالبانو په بند کې دي.

د ښځو د حقونو د فعالې نرګس سادات او د پوهنتون د استاد ذکریا اصولي له خوشې کېدو وروسته، یوناما بېګا پر ټویټر په یو بیان کې د دې اقدام د هرکلي ترڅنګ د نورو فعالانو د خوشې کېدو پر غوښتنه ټینګار کړی.

یوناما ویلي، باید هيڅ افغان د خپل نظر د بیانولو له وجې ونه نیول شي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یو شمېر مدني فعالان، د پوهنتونونو استادان او خبریالان نیول شوي دي.

د راپورونو له مخې یوشمېر فعالان له هغې ډلې مطیع‌الله ویسا، سبحان الله سبحاني، مرتضی بهبودي، خیرالله پرهر، کاظم امیني او الهه دلاورزۍ لا هم د طالبانو په بند کې دي.

د طالبانو حکومت، د یوناما د دې غوښتنې په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي.