اوکرايني چارواکو د روسي ځواکونو د لسګونه حملو شنډولو خبر ورکړی

يو اوکرايني سرتېری

په داسې حال کې چې د روسیې پوځ د اوکراین په ختیځه سیمه دونېڅک کې هوايي او توپچي عملیاتو ته زور ورکړی، اوکرایني چارواکي وايي چې د روسي ځواکونو لسګونه حملې یې شنډې کړي.

د اوکراین د ستر درستیز دفتر نن په یوه بیان کې وویل، روسي ځواکونه له درنو ځاني او مالي تلفاتو سره سره په لیمان، بخموت، افدیفکا او مارینکا ښارونو کې پر پوځي عملیاتو تمرکز ته دوام ورکوي.

بیان زیاتوي چې اوکرایني ځواکونو پرون د روسیې ۵۲ حملې شنډې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکايي چارواکي د هغو محرمو اسنادو د افشا کېدو احتمالي زیانونه ارزوي چې د اوکراین په ختیځ کې د اوکراین د پوځ د ځوابي حملو په اړه معلومات هم په‌کې شامل دي.

روسي ځواکونه له څو میاشتو راهیسې د بخموت ښار د نیولو هڅه کوي.

دا جګړه پر اوکراین د روسیې په څه باندې یوکلن یرغل کې ساری نه‌لري.