پاکستان کې څلور پوليس او د ټي‌ټي‌پي يو وسله‌وال وژل شوي

انځور - ارشيف

د پاکستان امنیتي ځواکونو نن سهار په کوټه کې د پاکستاني طالبانو یا TTP پر یوه مشکوک پټن‌ځای برید وکړ چې، په ترڅ کې یې د چارواکو په وینا ۴ پولیس او د ټي‌ټي‌پي یو قوماندان وژل شوي.

د پولیسو یوه چارواکي نویدشاه اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل، دا عملیات وروسته له هغه پیل شول چې پولیسو خبر ترلاسه کړ چې دا قوماندان په کچلاغ سیمه کې په یوه کور کې پټ شوی دی.

نوید شاه وايي، پولیسو له دې قوماندان څخه چې نوم یې نه‌دی اخیستل شوی وغوښتل چې تسلیم شي، خو هغه ډزې وکړې چې په پایله کې یې څلور پولیس ووژل شول.

په کوټه کې د نا امنیو پېښې په دې وروستیو کې زیاتې شوي دي.

پرون په کوټه کې د پولیسو پر موټرو د سړک د غاړې ماین په دوو چاودنو کې څلور کسان مړه او ۲۲ نور ټپیان شول.

د دې حملو پړه د بلوچستان ازادي بخښونکي پوځ ومنله.

واشنګټن دا وسله‌واله ډله په ۲۰۱۹ کال کې د یوې تروریستي ډلې په توګه وپېژندله.