په یمن کې د جګړې د پای ته رسولو هڅې پیل شوي

د یمین د پلازمېنې صنعا یوه څنډه

په یمن کې د سعودي عربستان سفیر پرون دوشنبې وویل چې د اوربند د تثبیتولو او د خبرواترو د زمینې د برابرولو لپاره د یمن پلازمېنې صنعا ته تللی دی.

صنعا د حوثي یاغیانو په کنټرول کې ده.

محمد الجابر پر خپله ټویټرپاڼه کښلي، د خپل ورور هېواد عمان د استازو له پلاوي سره یې د اوربند د تثیبت او د سولې د ټینګښت لپاره صنعا ته سفر کړی دی.

ده همداراز ویلي، د بندیانو د تبادلې او د یوې دایمي او هر اړخیزې سیاسي حللارې د موندلو په خاطر یې د یمني خواوو ترمنځ د خبرو د ځای د ټاکلو غوښتنه کړې ده.

له بلې خوا حوثي یاغیانو د سعودي عربستان او عمان له استازو سره په کتنه کې په یمن کې د کورنۍ جګړې پای ته رسولو ته چمتووالی اعلان کړ.