بایډن د ولسمشرۍ انتخاباتو ته ځان بیا کاندیدوي

د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، غواړي چې د راتلونکي ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ انتخاباتو ته ځان بیا کاندید کړي.

بایډن پرون دوشنبې په سپینه ماڼۍ کې د این بي سي شبکې له خبریال سره په مرکه کې په عین حال کې وویل چې تراوسه پورې د خپلې پرېکړې رسمي اعلان ته چمتو نه دی.

بایډن د دیموکرات ګوند لومړنی شخصیت دی چې د راتلونکي کال انتخاباتو ته د کاندیدو په اړه یې خپله اراده څرګنده کړې ده.

د دیموکرات ګوند نورو غړیو تر اوسه پورې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته د ځان د کاندیدولو په اړه څه نه دي ویلي.

دیموکرات او جمهوریپال ګوندونه به د ۲۰۲۴ په لومړیو کې په خپلو ګوندونو کې د انتخاباتو له لارې د ولسمشرۍ ټاکنو ته خپل کاندیدان اعلان کړي.