د امریکا د کنټاکي ایالت د لوی ویل ښار د یوه بانک مامور پرون دوشنبې سهار څلور تنه په بانک کې دننه په ډزو وویشتل.
د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د راپور له مخې، حمله کوونکي، چې ۲۵ کلن دی او کانر سترګیون نومېږي، د برید جریان د انسټاګرام له لارې په ژوندۍ بڼه وښود.
حمله کوونکی له پولیسو سره د ډزو په تبادله کې وژل شوی دی.
تراوسه د هغه د حملې انګېزه څرګنده شوې نه ده.
په روان میلادي کال کې د امریکا په متحدو ایالتونو کې دې ته ورته ۱۴ نور بریدونه شوي دي.