روسیې او اوکراین د جنګي اسیرانو لویه تبادله وکړه

روسیې او اوکراین د دوشنبې په ورځ د جنګي اسیرانو لویه تبادله کړې.

روسیې او اوکراین د دوشنبې په ورځ د جنګي اسیرانو لویه تبادله وکړه.

تر دغې تبادلې مخکې د اوکراین په ختیځ کې د پوځ یوه قومندان مسکو د ایفیدیفکا ښار په نړولو تورن کړ.

دواړو لورو ویلي چې اوکراین د روسیې ۱۰۶ اسیران او روسیې د اوکراین ۱۰۰ جنګي اسیران ازاد کړي دي.

د روسیې دفاع وزارت ویلي، دغه تبادله تر یو لړ خبرو وروسته ترسره شوې ده.