مدني فعال 'نورایل کلیوال' لا هم د طالبانو په بند کې دی

مدني فعال نورایل کلیوال

د مدني فعال نورایل کلیوال کورنۍ وایي چې له ۱۸ ورځو وروسته لا هم له هغه سره د لیدو اجازه نه ده ورکول شوې.

نورایل کلیوال په هلمند او کندهار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی دی چې ۱۸ ورځې مخکې د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د طالبانو د استخباراتو له خوا ونیول شو.

طالبانو تر اوسه په رسمي ډول د هغه د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو له دې مخکې د تعلیم فعال او د قلم لار ټولنې مشر مطیع الله ویسا او ګڼ نور غیرسیاسي او ټولنیز فعالان هم نیولي او بندیان کړي یې دي چې د هغوی برخلیک هم نامعلوم دی.