متقي يو ځل بيا له ملګروملتونو وغوښتل چې د افغانستان څوکۍ د دوی استازي ته ورکړي

د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست اميرخان متقي

د طالبانو حکومت یو ځل بیا پر ملګروملتونو غږ کړی چې، د افغانستان استازولي دوی ته ورکړي.

د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په یوه ویډیو کې چې نن د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت پر ټویټر خپره شوه، ویلي دا څوکۍ د داسې کس په لاس کې ده چې د هېچا استازی نه‌دی.

نوموړي ويلي: "هغه د افغانستان استازولي چې په ملګروملتونو کې ده د داسې چا په لاس کې ده چې نه د افغانستان نماینده‌ګي کوي، نه د ولس، حتی یوه بله موجوده ډله هم نه‌شته چې نماینده‌ګي یې وکړي. نو کوشش کوو چې هغه هم د افغانانو نماینده کس ته وسپارل شي."

په مګروملتونو کې د افغاستان د استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق دی چې، د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته پردې دنده وګومارل شو.

د طالبانو حکومت په افغانستان کې تر ډېره د بشري حقونو د سرغړونو له کبله تر اوسه هېڅ هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی.