حوثي ياغيانو يمن کې د کورنۍ جګړې پای ته رسولو ته چمتووالی ښودلی

انځور - ارشيف

حوثي یاغیانو د سعودي عربستان او عمان له استازو سره په کتنه کې په یمن کې د کورنۍ جګړې پای ته رسولو ته چمتووالی اعلان کړ.

د حوثي یاغیانو تر کنټرول لاندې صبا خبري اژانس پرون (یکشنبې) راپور ورکړ، د حوثیانو د لوړې سیاسي شورا رئیس مهدي المشاط د سعودي او عمان استازو ته وویل، یوې عادلانه او عزتمنې سولې ته لېواله دی.

د سعودي عربستان او عمان د استازو پلاوي د شنبې له ورځې په یمن کې دي.

هغوی له حوثیانو سره په یمن کې پر اوربند، جوړجاړي او د جګړې پر پای ته رسېدو خبرې کوي.

سعودي عربستان تر اوسه پورې د حوثیانو له مشرانو سره د خپلو استازو د خبرو په اړه څه نه‌دي ویلي.