د افغانستان، پاکستان او هند په ځینو سيمو کې د زلزلې ټکانونه حس شوي

انځور - ارشيف

د هند د زلزله پېژندنې د ملي ادارې د مالوماتو پر اساس، نن سهار یوه زلزله چې شدت یې د ریښتر په کچه ۴ اعشاریه یو درجه و، د افغانستان، پاکستان او هندوستان په ځینو سیمو کې احساس شوه.

د دې ادارې په وینا، د دې زلزلې مرکز د افغانستان د بدخشان ولایت له مرکز فیض اباد څخه شاوخوا ۸۶ کیلومتره لېرې و.

د يادې زلزلې له کبله، چې د افغانستان په ۷ بجې او ۲۳ دقیقو شوې، د احتمالي مرګ‌ژوبلو او تاوانونو کوم راپور نه‌دی ورکړل شوی.