ترکيې تېرو دوه ورځو کې ۳۶۵ افغان کډوال بېرته کابل ته استولي

ترکيه کې يو شمېر افغان کډوال، انځور - ارشيف

ترکیې له خپلې خاورې د غیرقانوني افغان کډوالو د ایستلو په دوام کې په تېرو دوو ورځو کې ۳۶۵ افغان کډوال کابل ته واستول.

د ترکیې د رسنیو د راپور له مخې، د شنبې په ورځ ۱۳۸ او د یکشنبې په ورځ ۲۲۷ تنه افغانان د ترکیې له اغري ښاره د اریانا افغان هوايي شرکت په الوتکه کې کابل ته واستول شول.

ترکیه وايي، له خپلې خاورې بې اسناده بهرني کډوال باسي.

په ترکیه کې د کډوالو د ملاتړ ټولنه وايي، په تېر یوه کال کې تر زرو ډېر افغان کډوال په دغه هېواد کې نیول شوي دي.

اکثره افغان کډوال د ایران له لارې په غرنیو او خطرناکو لارو ترکیې ته په دې هیله ځي چې له هغه ځایه به اروپا ته ځان ورسوي.