د پاسپورټ رياست: هڅه کوو د ورځې تر ۱۵زره پاسپورټونه ووېشو

خلک د پاسپورټ اخيستلو لپاره غوښتن‌ليکونه سپاري، انځور - ارشيف

د طالبانو د حکومت د پاسپورټ ریاست وايي، هڅه کوي چې د ورځې تر ۱۵ زره پاسپورټونه ووېشي.

طالبانو له واک ترلاسه کولو وروسته په ځلونو د پاسپورټ توزیع ځنډولې خو دا په داسې حال کې ده چې، په اقتصادي او سیاسي ملحوظاتو پاسپورټ ته د افغانانو اړتیا زیاته شوې ده.

د پاسپورټ ریاست پرون اعلان وکړ چې، اوس د ورځې له ۸ زره تر ۱۰ زره پاسپورټونه وېشل کېږي خو هڅه روانه ده چې دا شمېر د ورځې تر ۱۵ زرو پورې ورسول شي.