اوکراين؛ د روسي ځواکونو په بريد کې يو پنځوس کلن سړی او د هغه ۱۱کلنه لور وژل شوي

د اوکراين او روسيې جګړه، انځور - ارشيف

د روسي ځواکونو د توغنديو په حملو کې په اوکراین کې د پنځو وژل شویو په ډله کې یو پنځوس کلن سړی او د هغه ۱۱ کلنه لور شامله ده.

د اوکراین چارواکي وايي، دغه کسان په تېرو دوو ورځو کې د اوکراین په شمال ختیځ او جنوب کې وژل شوي دي.

دغه پلار او لور د روسیې د پوځ په حملو کې وړمه شپه د اوکراین د جنوب ختیځ په زاپوریژیا کې وژل شوي دي.

د اوکراین په ختیځ کې د روسیې د پوځ عملیاتو شدت نه‌دی کم شوی.

د خرسون والي اولیکساندر برکودین ویلي، پرون ناوخته د روسیې پوځیانو پر خرسون سیمه د هدایت شویو بمونو په مرسته حمله وکړه.

د هغه په وینا د لومړنیو معلوماتو له مخې په قربانیانو کې ملکیان نه‌دي شامل.