ګوتېرش: په بشري مرستو رسولو کې د ښځينه کارکوونکو حضور ضروري دی

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش وايي، د دغه سازمان د بشري مرستو په رسولو کې د ښځینه کارکوونکو حضور ضروري دی.

ښاغلي ګوتېرش پرون یکشنبه په یوه ټویټ کې وویل، په بشري چارو کې اوس د ښځو او نجونو ونډه کم‌رنګه شوې، خو کله چې دوی په دې چاره کې برخه واخلي، نتیجه به یې د ټولو په ګټه وي.

طالبانو چې په ډسمبر میاشت کې په غیردولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی و، تېره اوونۍ یې ننګرهار کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما د ښځینه کارکوونکو کار هم منع کړ.

یوناما په ځواب کې په افغانستان کې له خپلو ۳۳۰۰ کارکوونکو وغوښتل چې تر بلې خبرتیا پورې کارونو ته لاړ نه‌شي.