د مقاومت جبهه: ژر به د جبهې په تشکيلاتو کې اساسي تغير رامنځته شي

د ملي مقاومت په نوم د جبهې وسله‌وال، انځور - ارشيف

د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت په نوم جبهه وايي، ژر به د دې جبهې په تشکیلاتي جوړښت کې اساسي بدلونونه راوړل شي.

د دې جبهې یوه غړي عبدالحفیظ منصور پرون (یکشنبې) پر خپله ټویټرپاڼه کښلي، له یوې میاشتې راهیسې یو شمېر کارپوهانو پر نویو ګومارنو کار کړی او د خپل کار نتیجه یې د جبهې مشرتابه ته سپارلې ده.

منصور دا ټویټ یوه ورځ وروسته له دې وکړ چې د دې جبهې ویاند صبغت الله احمدي د نظر د اختلاف له کبله د جبهې له ویاندويۍ استعفا وکړه.

ده په یوه ټویټ کې د مقاومت جبهه په انحصارپالنې تورنه کړې او ویلي یې دي چې، له همدې کبله استعفا کوي.

د مقاومت جبهې تر یوې مودې پورې په پنجشېر او د بغلان په اندراب کې د طالبانو پر ضد جګړې ته دوام ورکړای شو، خو اوس داسې ښکاري چې فعالیت یې خورا ټکنی شوی دی.