د اروپايي اتحاديې د غړو هېوادونو د نفوس کمېدو اټکل شوی

د اروپايي اتحاديې د غړو هېوادونو بيرغونه، ارشيف

د اروپايي اتحادیې د احصایې مرکز، یوروسټات د دې اتحادیې د نفوس په اړه په اټکل کې ویلي، د ۲۰۲۲ د جنورۍ له لومړۍ د ۲۱۰۰م د جنورۍ تر لومړۍ پورې به د دې اتحادیې د غړیو هېوادونو نفوس په سلو کې ۶ کم شي.

یوروسټات دا اټکل له دې سره سره کړی چې، پر اوکراین د روسیې له یرغله وروسته میلیونونه اوکراینیان د اروپايي اتحادیې هېوادونو ته کډوال شوي دي.

یوروسټاټ وايي، له سږ کاله د اروپايي اتحادیې په هېوادونو کې د نفوس د کمېدو بهیر بېرته پیلیږي او تر ۲۱۰۰ م کال پورې به د دې اتحادیې نفوس ۴۲۰ میلیونو ته ورسیږي.

اوس د اروپايي اتحادیې نفوس ۴۵۳ میلیونه اټکل کېږي.

په اکثرو پرمختللیو هېوادونو کې د ماشوم زېږولو ته لېوالتیا په کمېدو ده.