طالبانو د عوايدو د زياتوالي خبر ورکړ

د طالبانو په کنټرول کې د ماليې وزارت

د طالبانو حکومت وايي، تېر ۱۴۰۱ مالي کال یې نږدې ۱۹۴ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي.

د طالبانو د ګمرکاتو عمومي رییس عبدالمتین سعید نن په یوه کنفرانس کې وویل چې دا عواید د وړم کال په نسبت ۳۷ فیصده زیات دي.

د راپورونو له مخې طالبانو په تېر یوه کال کې د څه باندې ۱۷۰ میلیارده افغانیو په ارزښت صادرات درلودل او برعکس نږدې ۶۰۰ میلیارده افغانۍ سوداګریز توکي له بهرنیو هېوادونو افغانستان ته وارد شوي.