د خوړو نړیوال پروګرام پر اړمنو افغانانو څه باندې ۱۰۰زره ټُنه دال وېشلي

ارشیف

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، تېر کال یې په افغانستان کې څه باندې یولک ټُنه دال پر خلکو وېشلي دي چې د ۲۳ میلیونه خلکو غذايي اړتیاوې پوره شي.

د دې پروګرام د بریتانیا څانګې پرون په یوه ټویټ کې ویلي چې دغه دال د ویټامینونو او منرالونو یوه عمده سرچینه ده.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، په روانه اپرېل میاشت کې له اړو افغانانو سره د مرستو لپاره څه باندې ۹۰ میلیونه ډالرو ته بېړنۍ اړتیا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د خوراکي موادو د مرستو اندازه نیمایي کمه کړې ده.

دې ادارې د یاد کمښت علت د بودیجې نشتوالی یاد کړی دی.