د اسراییل پوځ په سوریه کې ځینې اهداف ویشتلي

ارشیف

د اسراییل پوځ وايي، د دوی ځواکونو نن سهار وختي وروسته له هغې په سوریه کې ځینې اهداف وویشتل، چې لومړی د سوریې له قلمرو د اسراییل پر لوري په دوو پړاوونو کې شپږ توغندي وتوغول شول.

دا د اسراییل له شمال ختیځ ګاونډي هېواد څخه نادره حمله بلل شوې ده.

کله چې له سوریې وروستي درې توغندي وویشتل شول، د اسراییل پوځ وايي دوی هم د توپونو په انداختونو سره ځواب ووایه او په سوریه کې یې هغه ساحې وویشتلې چې دغه توغندي ورڅخه توغول شوي وو.

د اسراییل پوځ وروسته وویل، د اسراییل جنګي جېټ الوتکو د سوریې پوځي ساحې ویشتلي او په هغو کې هغه سرای هم شامل دی چې د سوریې رادار او د توپچي ځواک پوستې په کې وې.

دا پېښې داسې وخت کېږي چې په بیت المقدس کې یو وار بیا د اسراییل او فلسطینیانو ترمنځ کړکېچ زیات شوی دی.