د ژغورنې یو سازمان له روسیې ۳۱ ماشومان بېرته اوکراین ته ستانه کړي

یو اوکراینی ماشوم له روسیې څخه له راستنولو وروسته خپلې کورنۍ ته تسلیم شو.

د اوکراین د ژغورنې یو سازمان وايي، دوی له روسیې ۳۱ ماشومان چې د جګړې پر مهال روسیې ته لېږدول شوي وو، بېرته اوکراین ته ستانه کړي دي.

میکولا کولیبا چې د 'سیف اوکراین' د سازمان اجرایه مدیر او د ماشومانو د حقونو په چارو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ کمېشنر دی، پرون په کییف کې یوه کنفرانس ته دا خبره وکړه.

له کله چې روسیې د ۲۰۲۲م کال د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پر اوکراین یرغل پیل کړی، روسیې ته د اوکراین د ماشومانو جبري لېږدول یوه د اندېښنې وړ موضوع وه.

نړیوالې جزايي محکمې پر روسیې فشارونه زیات کړي او د مارچ پر ۱۷مه یې د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین او د روسیې د ماشومانو د حقونو د کمېشنرې ماریا لفوفا بولیفا د نیولو حکم صادر کړ او دواړه یې له اوکراین څخه د ماشومانو په تښتونه تورن کړي دي.