امریکا له مکسیکو سره سرحد کې د پناه غوښتونکو د مخینې چېک کول چټکوي

د امریکا او مکسیکو پر سرحد پناه غوښتونکي

د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت وايي، بله اوونۍ د هغو پناه غوښتونکو د سابقې چېک کولو پروسه چټکوي، چې امریکا ته په غیرقانوني ډول د اوښتو په تمه، د امریکا او مکسیکو پر سرحد راګیر پاتې دي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت پرون شنبه ویلي، چې دغه اقدام د کووېډ۱۹ ناروغۍ په تړاو د لګول شویو محدودیتونو د ختمېدو د چمتووالي لپاره کېږي.

د دغو محدودیتونو له کبله د پناه غوښتونکو د چېک کولو پروسه هم ټکنۍ شوې وه.

د امریکا د کډوالۍ چارواکي به د پناه غوښتونکو د سابقې چېک کولو لومړني کارونه د پناه غوښتونکو پر یوې ډلې پیل کړي.

دغه پناه غوښتونکي پر پوله په توقیف کې ساتل کېږي.

د کورني امنیت وزارت ویاندې مارشا ایسپینوسا ویلي، د پناه غوښتونکو مرکې به د ټلیفون له لارې کېږي او دوی به د چک کولو پر مهال کولای شي قانوني مشورې ترلاسه کړي.