طالبانو په پروان کې د داعش د یوه غړي د وژلو ادعا وکړه

د افغانستان په عمومي نقشه کې د پروان ولایت موقعیت

طالبان ادعا کوي چې د پروان په مرکز چاریکار کې یې د داعش پر ضد د عملیاتو پر مهال یو تن وژلی او درې ښځې او اووه ماشومان یې نیولي دي.

دا خبره د پروان د والي ویاند محمد کامران زید تېره شپه په هغه بیان کې کړې ده چې رسنیو ته یې په خپل غږ کې استولی دی.

دا عملیات د چاریکار د معلمینو د ښارګوټي په سیمه کې ترسره شوي دي.

طالبان وایي چې د عملیاتو پر مهال دوی ته زیان نه دی اوښتی.