د پاکستان د سند ایالت له زندانونو نور ۲۰۸ تنه بندیان خوشې او افغانستان ته لېږدول شوي دي.
په کراچۍ کې د افغان بندیانو رضاکاره مدافع وکیله منیزه کاکړ وايي، دا کسان د محکمې له حکم وروسته خوشې شوې دي.
کاکړ وویل: "دې بندیانو خپله د قید موده پوره کړه او بیا افغانستان ته ولېږل شول. د دوی کېسونه یا دوسیې په محکمه کې څېړل شوې وې او محکمې ورته دا سزا ټاکلې وه چې د خپلې سزا له تېرولو وروسته افغانستان ته ولېږل شول."
د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت هم بېګا په یوه بیان کې ویلي چې ۲۰۸ تنه افغان بندیان د پاکستان د سند ایالت له زندانونو خوشې شوي او د دوی په لګښت خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
منیزه کاکړ وايي چې اوس هم د سند په بېلابېلو زندانونو کې تر سلو پورې افغان وګړي بندیان دي.
د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته زرګونه افغانان د امنیتي او اقتصادي ستونزو له کبله او یا په نورو هېوادونو کې د پناه اخیستو لپاره پاکستان ته ولاړل چې د راپورونو له مخې له دې ډلې سلګونه کسان پاکستاني ځواکونو نیولي او زندانونو ته یې اچولي دي.
د دې بندیانو دقیق شمېر نه دی معلوم.