روسیې پر یوه نیول شوي امریکايي خبریال د جاسوسۍ تور لګولی

د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې خبریال ایوان ګرشکوویچ

د روسیې د امنیتي خدماتو فدرال ادارې یا ایف ایس بي پر یوه نیول شوي امریکايي خبریال رسماً د جاسوسۍ تور لګولی دی.

په مسکو کې د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې خبریال ایوان ګرشکوویچ د مارچ په دېرشمه نېټه په ایکاترینبورګ ښار کې نیول شوی و.

انټرفکس او ټاس خبري آژانسونو د قانون د تنفیذ د ځواکونو د یوې سرچینې په حواله راپور ورکړ چې دې خبریال پر ده لګېدلي تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې ده یوازې د یوه خبریال په توګه کار کاوه.

د روسیې د امنیتي خدماتو اداره ادعا کوي چې ګرشکوویچ د متحدایالتونو له هدایت سره سم کار کاوه.