امريکا کې له پوليسو تښتېدلي سړي يو تن په ډزو وواژه

د امريکا پوليس، ارشيف

د امریکا د متحدو ایالتونو د کلیفورنیا په شمال کې پرون یو سړي چې له پولیسو د تېښتې په حال کې و، په یوه عمومي پارک کې دوه کسان یرغمل کړل، چې یو یې په ډزو وواژه او بل تن ټپي کړ.

چارواکي وايي، د کلیفورنیا د لویې لارې د ګزمې یوه افسر وروسته دغه مشکوک کس ونیوه.

دغه پېښه په روز-وایل کې داسې وخت شوې چې د بېسبال په یوه نږدې میدان کې کورنۍ په لوبو بوختې وې.

د وژل شوي او ټپي شوي کس نومونه نه‌دي افشا شوي.

مشکوک کس چې نوم یې نه‌دی اخیستل شوی، د مرمۍ د ټپونو له کبله بستر شوی او د صحي وضعیت په باب یې څه نه‌دي ویل شوي.

معلومه نه‌ده چې مشکوک کس څنګه ټپي شوی.

پولیسو سم د لاسه نه‌دي ویلي چې، پر مشکوک سړي ډزې شوې دي که نه.