د اسرائیل پوځ په لبنان او غزه کې نن سهار وختي ځینې ساحې ویشتلي دي.
ویل شوي دغه توغندي د هغو راکټي حملو په ځواب کې شوي چې، د حماس افراطي ډلې لهخوا شوې وې.
دا پېښې داسې وخت کېږي چې روانه اوونۍ په بیت المقدس کې پر اقصی جومات د اسرائیل پولیسو چاپې واچولې.
د غزې له بېلابېلو برخو د لویو چاودنو غږونه په داسې حال کې واورېدل شول، چې اسرائیل وویل جټ الوتکو یې لس اهداف ویشتلي چې په هغو کې د حماس ډلې سمڅې او د وسلو د ترمیم او جوړولو ساحې شاملې دي.
حماس ډله د غزې تړانګې پر جنوبي سواحلو کنټرول لري.
د اسرائیل پوځ زیاته کړې، چې د لبنان په جنوب کې یې هم د حماس ډلې اهداف ویشتلي دي.
ځايي اوسېدونکو ویلي دي، د درېیو چاودنو غږونه یې اورېدلي دي.
د لبنان د ملکي دفاع یوه چارواکي د پېښې په ځای کې ویلي په دغو چاودنو کې چا ته مرګژوبله نهده اوښتې.