پرون د اوکراين په يو شمېر سيمو کې اوکرايني او روسي ځواکونو نښتې کړي

ارشيف

د اوکراین او روسیې ځواکونه پرون د اوکراین په څو سیمو کې سره ونښتل چې يو په‌کې هم د باخموت ښار دی.

اخوا د روسیې د بریدونو په پایله کې په خرسون کې اووه کسان ټپيان شوي دي.

د باخموت د نیولو لپاره د روسیې څو اوونیزه جګړه د اوکراین په ختیځ کې له خونړیو نښتو یادیږي.

د اوکراین د ولسمشر سلاکار اندري یرماک ویلي، د باخموت په واټونو کې جګړه روانه ده او د ده په خبره د ښار د محاصرې لپاره د دښمن هڅې ناکامه شوي.

بل پلو بیا د واګنر مزدورو جنګیالیو مشر یوګني پریګوژین په خپل ټلېګرام چینل کې لیکلي چې په باخموت کې جنګ روان دی، خو د ده په خبره دښمن به کوم ځای ته ونه رسیږی.